جدی 24, 1404 16:45 Asia/Kabul
  • د ایران د امنیتي ځواکونو د جنازې مراسم

د هغو سل تنه امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو د جنازې مراسم ترسره کیږي چې په تهران کې په وروستیو ترهګریزو بریدونو کې شهیدان شوي وو.

د وروستیو ترهګریزو بریدونو د شهیدانو د جنازې مراسم چې د دغو شهیدانو کورنیو، حکومتي او پوځي چارواکو او د ایران د پلازمینې عامو خلکو پکې ګډون کړی وو، د ماسپښین په دوو بجو په تهران کې پیل شوي دي.د جنازې په مراسمو کې به د ترهګریزو بریدونو د سل شهیدانو جسدونه شامل وي.ګډونوالو د "مرګ پر امریکا" او "مرګ پر اسراییل" شعارونه ورکړل او د بهرنیو ګواښونو په وړاندې یې د ایران د نظام ملاتړ باندې ټینګار وکړ.