امریکا د وینزویلا د تیلو په لوټلو اعتراف وکړ
جدی 24, 1404 16:32 Asia/Kabul
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وینزویلا د تیلو د لوټلو د اعتراف په دوام وویل چې هیواد به یې هره ورځ له هیواد څخه پنځوس میلیونه بیلره تیل ترلاسه کړي.
د امریکا ولسمشر ادعا وکړه چې متحده ایالات به وینزویلا په سمه لار روان کړي.ډونالډ ټرمپ دا هم وویل چې امریکا به له وینزویلا څخه هره ورځ پنځوس میلیونه بیلره تیل ترلاسه کړي چې ارزښت یې له پنځو میلیارد ډالرو څخه ډیر دی.د امریکا د ولسمشر څرګندونې په داسې حال کې راځي چې د جنوري په درېیمه نیټه د امریکا ځانګړو ځواکونو په یوه اقدام کې د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه میرمن وتښتول او امریکا ته یې انتقال کړل.