خیبرپښتونخوا کې د ۴ ملکیانو وژل کیدل
جدی 23, 1404 17:30 Asia/Kabul
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په خیبر پښتونخوا کې د وسله وال برید په ترڅ کې د یوې سیمه ییزې سولې کمیټې څلور غړي وژل شوي دي.
پاکستاني پولیسو ویلي چې دا کسان د بنو ولسوالۍ اړونده سیمه کې له یوې سیمه ییزې جرګې څخه راستنېدل چې د نامعلومو وسله والو له خوا پرې برید وشو او ووژل شول.پولیسو ویلي چې د بریدګرو د پیژندلو او نیولو او د سیمې د خوندي کولو لپاره د پلټنې عملیات پیل شوي دي.خیبر پښتونخوا چې له افغانستان سره پوله لري په تیر کال کې په وسله والو بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی.په دې سیمه کې پرون په یوه برید کې اووه پاکستاني پولیس هم ووژل شول.