په غزه د ډرون برید کې د ۳ فلسطینیانو شهادت
جدی 23, 1404 17:26 Asia/Kabul
خبري سرچینو راپور ورکړی چې صهیونیسټانو په غزه کې د اوربند سرغړونې ته دوام ورکړی او اعلان یې کړی چې د صهیونیستي رژیم لخوا د نن ورځې بریدونو کې درې کسان شهیدان شوي دي.
صهیونیستي رژیم د اوربند د نقض په دوام د غزې په سویل خان یونس سیمه کې د ډرون برید په ترڅ کې درې فلسطینيان شهیدان کړل.په ورته وخت کې د شفا طبي کمپلیکس مشر راپور ورکړ چې په غزه کې د صهیونیستي رژیم بریدونو کې د زیانمنو شویو ودانیو د نړیدو له امله څلور فلسطینيانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.