په ۲۰۲۵ کال کې د بهرنیو چارو وزارت لاسته راوړنې
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې افغانستان په تیر کال کې په امنیتي او اقتصادي برخو کې بې ساري پرمختګونه لیدلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مشر ضیا احمد تکل ادعا وکړه چې دا پرمختګونه د تیرو پنځوسو کلونو پرتله بې ساري دي.تکل وویل چې د هیواد په کچه امنیت ټینګښت، فساد د پام وړ مخنیوی، اقتصادي ثبات، د ملي عوایدو زیاتوالی، په اقتصادي ځان بسیاینې تمرکز، د زیربنایي پروژو پلي کول ، او د سیمه ایزو او نړیوالو اقتصادي اړیکو پراخول د تیر کال ترټولو مهمې لاسته راوړنې دي.د هغه په وینا د دوی حکومت توانیدلی چې حاکمیت او ملي ګټې وساتي د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې رامینځته کړي، او د هیواد لاره مثبت بدلونونو ته ورسوي.دا څرګندونې په داسې وخت کې کیږي چې افغانان د سختو اقتصادي ستونزو په څیر ننګونو سره مخ دي، او تر دې دمه له روسیې پرته هیڅ کوم هیواد سرپرست حکومت په رسمیت نده پېژندلی.