جدی 17, 1404 16:32 Asia/Kabul
  • د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې ګمرکي چارې بندې دي

د سرپرست حکومت چارواکي وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې ګمرکي چارې په بشپړه توګه تړلې دي دي.

ویل کیږي چې په دې موده کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې هیڅ اداري پروسه نه وه.تر دې مخکې د سرپرست حکومت د سوداګرۍ وزارت هم ویلي وو چې دوی د سوداګرۍ لپاره بدیلې لارې موندلي او پاکستان سره د تړلو لارو ننګونه یې اداره کړې ده.دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بزګرانو د ټولنې مشر خالد محمود وايي چې افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د پرې کېدو له امله د پاکستان د سبزیجاتو بزګران او پلورونکي زیانمن کړي دي.ځکه چې په دې موده کې په یاد هیواد کې د سبزیجاتو بیه بې ساري کچې ته راټیټه شوې، چې بزګران او پلورونکي یې له لوی زیان سره مخ دي.