غزه کې یو میلیون کسان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ستفان دوجاریک ټینګار وکړ چې خیمې په غزه کې د سرپناه اصلي او یوازینۍ انتخاب نه شي کیدی، ځکه چې دوی یوازې د غزې اوسیدونکو لپاره لنډمهاله ساتنه چمتو کوي.
هغه وویل چې په غزه کې له یو میلیون څخه ډیر خلک بیړنۍ او حیاتي مرستې ته اړتیا لري.دا په داسې حال کې ده چې د غزې د ملکي دفاع ویاند "محمود بصل " مخکې په یوه بیان کې اعلان کړی و چې د روان کال د لیندۍ له لسمې نیټې راهیسې پنځه ویشت فلسطینیان، چې شپږ ماشومان هم پکې شامل دي د سړې هوا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.د صهیونیسټانو او د فلسطین د مقاومت ځواکونو ترمنځ د اوربند له تړون سره سره هره ورځ په غزه کې ګڼ شمیر بریدونه کیږي چې هره ورځ د ملکي وګړو د شهادت لامل کیږي.همدارنګه هغه لارې چې له لارې یې بشري مرستې غزې ته رسیږي، په محدود ډول د خلکو اړتیاوو لیږدولو ته اجازه ورکوي چې له امله یې په سیمه کې د فلسطینیانو کړاوونه زیات کړي دي.