افغانستان کې د سخت ژمي پیل په اړه د فائو خبرداری
جدی 16, 1404 17:01 Asia/Kabul
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په افغانستان کې د فبروري تر میاشتې پورې د ګرم او وچ ژمي خبرداری ورکړی دی.
دغه سازمان وړاندوینه کوي چې د هیواد په ډیری برخو کې په ځانګړې توګه په شمالي، شمال ختیځ او مرکزي لوړو سیمو کې به له نورمال څخه کم باران دوام وکړي.د دغه سازمان په وینا تمه کیږي چې موسمي باران به د افغانستان په ډیری برخو کې له نورمال څخه کم وي په اصلي غرنیو حوزو کې د واورې اوبه د اوږدې مودې اوسط څخه د پام وړ ټیټې پاتې شي.دا په داسې حال کې ده چې افغانستان تیر کال د کم باران او وچکالۍ شاهد و.