جدی 15, 1404 16:49 Asia/Kabul
  • افغانستان سره پر درې اړخیزه خبرو د چین او پاکستان ټینګار

د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه خبرپاڼه کې له افغانستان سره درې اړخیزه خبرې اترې او د سیمه ییزې همکارۍ پیاوړتیا په افغانستان کې د ثبات او پرمختګ د ترلاسه کولو لپاره کلیدي ګڼلې ده.

د دواړو هیوادونو چارواکو هوکړه وکړه چې د افغان مسلو په اړه په نږدې تماس او همغږۍ کې پاتې شي.په دې لیدنه کې د کابل د ثبات، پرمختګ او په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د ادغام په برخه کې د رغنده رول په اړه هم ټینګار وشو.د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه خبرپاڼه کې د نورو هیوادونو په وړاندې د افغان خاورې د کارولو د مخنیوي اړتیا باندې ټینګار وکړ.د سرپرست حکومت چارواکو په وار وار ویلي چې افغانستان چمتو دی چې د سیمې له هیوادونو سره په مختلفو مسلو، په ځانګړې توګه اقتصادي مسلو کې د پرمختګ لپاره همکاري وکړي، او دا چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هیواد په وړاندې ونه کارول شي.