جدی 13, 1404 17:39 Asia/Kabul
  • د انقلاب رهبر سره د ۱۲ورځنۍ جګړې د شهیدانو د کورنۍ لیدنه

د ایران د دولس ورځنۍ جګړې د شهیدانو کورنیو نن سهار د اسلامي انقلاب له رهبر ایت الله خامنه ای سره ولیدل.

نوموړي په دې لیدنه کې د یاد هیواد وروستیو بدلونونو ته په اشارې سره له لاریون کوونکو سره د خبرو اترو پر اړتیا ټینګار وکړ او وویل چې موږ به له لاریون کوونکو سره خبرې وکړو، خو بلواګر باید په خپل ځای کې ځای پر ځای شي.هغه وویل چې ځینې خلک په مختلفو پلمو سره، د هیواد د ویجاړولو او نا امنۍ په نیت بازارونو ته تللي دي ترڅو د دوی له لاریونونو څخه ناوړه ګټه پورته کړي او ناکرارۍ رامینځته کړي، چې دا د منلو وړ نه ده.د ایران اسلامي انقلاب رهبر دا هم وویل چې موږ به د دښمن په وړاندې شاته نه شو او په خدای تعالی تکیه او د خلکو په ملاتړ سره موږ به دښمن په ګونډو کړو.