جدی 13, 1404 17:31 Asia/Kabul
  • غزه کې د مرستندویه سازمانونو د فعالیت ځنډولو ته د ګوترش اندېښنه

د ملګرو ملتونو سرمنشي د صهیونیستي رژیم د هغې پریکړې په اړه اندیښنه څرګنده کړې چې په غزه کې یې د یو شمیر نړیوالو غیر دولتي سازمانونو فعالیتونه ځنډولي دي.

آنتونیو گوترش د دې پریکړې د بیرته اخیستلو غوښتنه وکړه او وویل چې دا نوی اقدام به د فلسطینیانو لپاره انساني ناورین نور هم زیات کړي.د هغه په وینا دا نړیوال سازمانونه د حیاتي انساني فعالیتونو لپاره اړین دي او د دوی د فعالیتونو ځنډول کولی شي د غزې د اوربند په جریان کې شوي نازک پرمختګ له منځه یوسي.