جدی 11, 1404 16:29 Asia/Kabul
  • روغتیايي خدمتونو ته د افغانانو لاسرسی ستونزمن دی

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی له جدي ستونزو سره مخ دی او هغه ملاتړ چې لاهم چمتو کیږي د خلکو پراخې اړتیاوې نه پوره کوي.

د آی او ایم د راپور له مخې یوازې په دوه زره پنځه ویشتم کال کې راستنیدونکو، داخلي بې ځایه شویو او زیان منونکو کورنیو ته شاوخوا پنځه لکه اته زره څلور سوه او دیرش روغتیایی مشورې ورکړل شوې.د دوی په منځ کې څلور شپېته زره نهه سوه اووه څلوېښت میرمنو له روغتیايي خدماتو څخه ګټه پورته کړه او له یو نوي زره څخه ډیر ماشومان د خوارځواکۍ لپاره معاینه شوي.د کډوالۍ نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې دې هڅو سره سره د افغانانو پراخې روغتیایی اړتیاوې د پام وړ پاتې دي، په ځانګړې توګه له هغه وخته چې په دوه زره پنځه ویشتم کال کې له دوه میلیون څخه ډیر خلک هیواد ته راستانه شوي، چې د ژوند شرایط یې نور هم ستونزمن کړي دي.