جدی 11, 1404 16:23 Asia/Kabul
  • زهران ممدانی د نیویارک د ښاروال په توګه کار پیل کړ

زهران ممداني چې د مترو په یوه تمځای کې یې د دندې لوړه وکړه د نیویارک د لومړي مسلمان ښاروال په توګه یې خپل کار پیل کړ.

هغه چې اقتصادي ستونزو سره د مقابلې او د کارګرې طبقې د ملاتړ ژمنه یې کړې وه، د فلسطین د ملاتړ له امله کورنیو او نړیوالو سیاسي ننګونو سره مخ دی.دغه مسلمان امریکایی چې څلور دیرش کاله عمر لري د پنجشنبې په سهار د نیویارک د ښاروال په توګه خپله څلور کلنه دوره رسما پيل کړه.ښاغلي ممداني په وروستیو کلونو کې په مکرر ډول په عامه توګه د فلسطین ملاتړ اعلان کړی او ویلي یې دي چې هغه به د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په وړاندې د صادر شوي نړیوال امر پلي کولو لپاره کار وکړي.