د زیمبابوې پر وړاندې د افغانستان ماته
د افغانستان د نولس کلنو د کرېکټ ملي لوبډلې د زېمبابوې د درېاړخیزو نړۍوالو سیالیو په لړ کې د کوربه هېواد پر وړاندې لوبه وکړه او د نولس منډو په توپیر یې ماته وخوړه.
افغانستان چې په دې لوبه کې پچه ګټلې وه او د بریا جدي اړتیا یې لرله، ونهتوانېد چې د دې سیالۍ دوه امتیازونه ترلاسه کړي.د زېمبابوې لوبډلې په اته څلوېښتم اوورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او یو سل او پنځه اتیا منډې یې جوړې کړې په دې سیالۍ کې د افغانستان له لوبډلې څخه سلیم خان د څلورو ویکټو په اخیستو ځلانده لوبه وکړه او همداراز حفیظ ځدراڼ درې ویکټې ترلاسه کړې.د افغان لوبډلې خپلو ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یو سل او شپږ شپېته منډې وکړې.د دغو سیالیو په لړ کې درېیمه لوبه او دویمه ماته وه. له دې ماتو سره افغانستان لا هم د یوه امتیاز په درلودو په جدول کې تر ټولو ښکته ځای کې پاتې شو .