په ننګرهار ولایت کې د ایران سرکنسول ناسته
په ننګرهار ولایت کې د ایران اسلامي جمهوریت سرکنسول وايي چې ایران او سرپرست حکومت ګډ دښمن لري.
ننګرهار ولایت څخه د سحر افغانستان تلویزیون د خبریال د راپور له مخې مجید رضاپناه ویلي چې بهرني هیوادونه هڅه کوي چې اقتصادي بندیزونو څخه ګټه پورته کړي ترڅو دواړه هیوادونه کمزوري کړي.د ایران اسلامي جمهوریت دغه چارواکي ویلي چې هیواد یې د سرپرست حکومت تر څنګ ولاړ دی او د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره همکاري کوي او د افغانانو هوساینه د ایران د خلکو هوساینه ګڼي.په ورته وخت کې ننګرهار کې د بهرنیو چارو وزارت رییس د ایران او افغانستان ترمنځ د مشترکاتو په اړه هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو په ښه کولو او پیاوړتیا کې د رسنیو او خبریالانو رول خورا مهم دی.د صنعت او سوداګرۍ رییس د ایران د اسلامي جمهوریت له سرکنسول څخه وغوښتل چې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره د ویزې ورکولو په برخه کې اسانتیاوې رامینځته کړي.