جدی 10, 1404 17:11 Asia/Kabul
  • د صهیونیستي ځواکونو د مرګ ژوبلې شمېره خپره شوه

د صهیونیستي رژیم پوځ په دوه زره پنځه ویشتم کال کې د خپلو مړینو په اړه شمېرې خپرې کړې دي، او ویلي یې دي چې د دې تلفاتو څوارلس سلنه ځان وژنې وې.

د دې شمېرو له مخې د دوه زره پنځه ویشتم کال په اوږدو کې د دغه رژیم یو سل او یو پنځوس پوځیان مړه شوي چې یو ویشت یې ځان وژنې وې.په ورته وخت کې پنځلس یې د ناروغۍ له امله او اتلس یې په ترافیکي پیښو کې مړه شول.په ورته وخت کې پوځي شنونکی امیر بوحبوط دې شمېرو ته په اشارې سره سږ کال د صهیونیستي پوځ لپاره یو ډیر خونړی کال وباله.د صهیونیستي رژيم پوځ دا شمېر "اندیښمنونکې" وباله او د ځان وژنې پدیدې کمولو او د پوځیانو لپاره رواني ملاتړ پیاوړي کولو لپاره یې دوامداره هڅې اعلان کړې.