د افغانستان کانونو استخراج کې د ګډون لپاره د ایران لیوالتیا
د ایران د پارلمان د صنعت او کانونو کمیسیون یو غړی وايي چې هیواد یې غواړي د افغانستان د کانونو د اکتشاف، استخراج او پروسس په برخه کې برخه واخلي.
امیر توکلیرودی وویل چې د افغانستان د کانونو په صنعت کې د فولاد مبارکه شرکت د شتون لپاره د افغانستان سرپرست حکومت سره خبرې اترې شوي دي او د افغانستان د ډبرو سکرو د سون توکو په توګه کارول په پام کې نیول شوي دي.د ایران د پارلمان غړي زیاته کړه چې د کانونو په صنعت کې د ایران تجربې ته په پام سره دا ممکنه ده چې تخنیکي پوهه، ټیکنالوژي او انجینرۍ خدمات افغانستان ته انتقال شي.ایراني چارواکي وویل چې د افغانستان او ایران د پولې په دواړو خواوو کې د شاوخوا ۱۰۰۰ هکتاره ځمکې سره د کانونو دوه زونونه پیژندل شوي دي.د یادونې وړ ده چې سرپرست حکومت په تیرو څلورو کلونو کې د افغانستان د کانونو په اکتشاف او استخراج تمرکز کړی دی.