جدی 09, 1404 16:55 Asia/Kabul

حماس غورځنګ د صهیونیستي رژیم په بریدونو کې د القسام ځواک د ویاند ابو عبیده او د محمد سنوار په ګډون د څلورو نورو قوماندانانو شهادت تایید کړی دی. دا پیښه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوه. د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد حماس ته تسلیت ووایه او د فلسطیني مقاومت لپاره یې د افغانستان په ملاتړ ټینګار وکړ.