.فلوریډا کې د ډونالډ ټرامپ او بنیامین نتانیاهو لیدنه
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د صهیونیستي رژيم صدراعظم بنیامین نتنیاهو په فلوریډا کې سره ولیدل، چې ډېرې صمیمانه خبرې یې هم درلودې خو د غزې لپاره د سولې په پلان کې کوم پرمختګ نه دی شوی.
سره له دې چې صهیونیستي رژیم د غزې اوربند څخه پرله پسې سرغړونې کوي، ډونالډ ټرمپ ټینګار وکړ چې هغه په سیمه کې د صهیونیستانو د کړنو په اړه اندیښمن نه دی. هغه ادعا وکړه چې د اوربند پلان بریالیتوب تر ډیره حده د حماس د بې وسلې کولو هوکړې پورې اړه لري.د امریکا ولسمشر د خپلې وینا په یوه بله برخه کې خپل ګواښونه هم تکرار کړل، او ادعا یې وکړه چې که دا روښانه شي چې تهران خپل بالستیک توغندیو پروګرام پراخوي نو هغه به بیا پر ایران برید وکړي.دا ادعاوې په داسې حال کې کیږي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي مخکې له الجزیرې سره په یوه مرکه کې ویلي وو چې موږ د احتمالي جګړې لپاره بشپړ چمتو یو او د ایران وسله وال ځواکونه او زموږ خلک چمتو دي چې په هر حالت کې د هیواد دفاع وکړي. هغه ټینګار وکړ چې تهران جګړه نه غواړي بلکې غواړي د ډیپلوماسۍ له لارې ستونزې حل کړي.