جدی 09, 1404 16:51 Asia/Kabul
  • د «دیار سنايي» غره ختونکي د غزني ولایت د خوګیاڼو څوکو ته وختل

د «دیار سنايي» غره ختونکو ۱۳ کسیزه ډله د غزني ولایت د خوګیاڼو په واورو پوښل شویو غرونو ته په ختلو بریالۍ شوه.

د یاد غره څوکو ته د دغه غره ختونکو مزل یوه ورځ دوام وکړ او دوی وتوانېدل، چې د ۳۱۰۰ مترو لوړو څوکو ته وخېژي.د افغانستان د غرنیو سیمو او د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د غره ختلو د مناسبو شرایطو شته‌والي ته په پام، په وروستیو کلونو کې د ورزشکارانو او مینه‌والو له‌خوا د غره ختلو له ورزش څخه په پراخه کچه هرکلی شوی دی. په دې برخه کې په ډېرو ولایتونو کې د غره ختلو لوبډلې جوړې شوې، چې منظم ورزشي فعالیتونه څاري.