په لبنان کې د بهرنیو پالیسیو په تحمیلولو د حزب الله ټینګار
جدی 08, 1404 16:53 Asia/Kabul
د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومي منشي د بهرنیانو د هغو هڅو په اړه خبرداری ورکړی چې غواړي خپلې پالیسۍ پر لبنان تحمیل کړي او ویلي یې دي چې لبنان به یا د امریکا او صهیونیستي رژیم غوښتنو ته غاړه کیږدي یا به د مقاومت پر مټ خپل حاکمیت او خپلواک دولت وساتي. دا څرګندونې د حزب الله غورځنګ د لوړ پوړي قوماندان ابو سلیم د شهادت د دوهمې کلیزې په مناسبت وشوې.