فضا ته د ایراني سپوږمکۍ د توغولو په اړه غبرګونونه
جدی 08, 1404 16:49 Asia/Kabul
فضا ته د ایراني سپوږمکۍ توغول له لویدیځ څخه تر عربي او عبري رسنیو پورې د نړۍ په کچه پراخه پوښښ ترلاسه کړ. تېره شپه د ایران اسلامي جمهوریت خپل یو له لویو او مهمو فضايي ماموریتونو څخه ترسره کړ، او درې ایراني سپوږمکۍ د روسیې د وست وُچني فضايي اډې څخه د روسیې د سپوږمکۍ توغولو بیړۍ پر مټ فضا ته واستول شوې.