د سولې او اقتصاد بنسټ د راپور په اړه د کابل غبرګون
جدی 08, 1404 16:47 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د سولې او اقتصاد لپاره د نړیوال انسټیټیوټ د نوي راپور په ځواب کې دا راپور غیر واقعي او بې اساسه بللی دی.
په راپور کې یادونه شوې چې افغانستان د نړۍ په شپږو ناامنه هیوادونو کې دی.خو د سرپرست حکومت مرستیال ویاند د دغه راپور د ردولو پرمهال ادعا وکړه چې په افغانستان کې د دوی د واکمنۍ په راتګ سره، هیواد په بشپړ ډول خوندي دی.فطرت همدارنګه ټینګار وکړ چې افغانستان د څلورو نیمو لسیزو وروسته د خپل "غوره امنیتي وضعیت" تجربه کوي.