د اروپا زده کړیالانو ته د ایران اسلامي انقلاب د رهبر پيغام
جدی 06, 1404 16:23 Asia/Kabul
د ایران اسلامي انقلاب رهبر په اروپا کې د زده کړیالانو اسلامي ټولنو د کلنۍ غونډې په پیغام کې ټینګار وکړ چې د فاسدو زورګویانو د ګډوډۍ اصلي لامل اټومي مسله نه ده، بلکې ظالمانه نظم سره د مقابلې او په نړۍ کې د استکباري نظام د ټینګښت او د اسلامي ایران له خوا ملي او نړیوال عادلانه نظام ته د مخ اړولو بیرغ پورته کول دي. د حضرت آیت الله خامنه ای د پیغام متن په لاندې ډول دی.