جدی 06, 1404 16:20 Asia/Kabul
  • په لویدیځه غاړه کې د صهیونیستي رژیم پوځي چاپه

د اشغال شویو سیمو په شمال کې تر صهیونیستي ضد عملیاتو وروسته د صهیونیستي رژیم پوځي ځواکونو د جنین په سویل کې چاپه ووهله.

د صهیونیستي رژیم پوځ اعلان وکړ چې ځواکونو یې د بریدګر په کور چاپه وهلې او په سیمه کې یې له شکمنو کسانو څخه پوښتنې کړې دي.په همدې حال کې فلسطیني رسنیو راپور ورکړ چې صهیونیستي پوځ د پوځي بلډوزرونو او درنو ډزو په کارولو سره د جنوبي جنین قباطیه ته ننوتلي دي.اشغالګرو ځواکونو په نابلس او الخلیل کې هم په سیمو چاپه وهلې ده.