بلوڅ بیلتون پالو سره د پاکستاني پوځیانو نښته
جدی 06, 1404 16:20 Asia/Kabul
د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د بلوچستان ولایت په کوهلو سیمه کې په یوه نښته کې د بلوڅ بیلتون غوښتونکو پنځه غړي وژل شوي دي.
د دغه پوځ په خبرپاڼه کې په نښته کې د پاکستاني ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي، خو زیاتوي چې دا نښته د استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې ترسره شوې ده.د پاکستان پوځ زیاته کړه چې دا وسله وال په سیمه کې په ګڼ شمېر ترهګریزو فعالیتونو کې په فعاله توګه ښکیل وو او له دوی څخه وسلې، مهمات او چاودیدونکي توکي هم نیول شوي دي.دا په داسې حال کې ده چې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د پاکستان د حکومت مخالفو وسله والو ډلو په دې وروستیو کې د هیواد پر امنیتي ځواکونو خپل بریدونه زیات کړي دي، چې په ترڅ کې یې لسګونه دغه ځواکونه وژل شوي او ټپیان شوي دي.