زیمبابوې کې د کرکټ نړیواله درې اړخیزه سیالۍ
جدی 06, 1404 16:17 Asia/Kabul
د افغانستان د نولس کلنو کرکټ لوبډلې په زمبابوې کې د درې اړخیزو نړیوالو سیالیو د لړۍ په دویمه لوبه کې له پاکستان سره مخ شوه.
لوبه نن غرمه دولس بجې پیل شوه.د زمبابوې پر وړاندې د افغان لوبډلې لومړۍ لوبه د باران له امله لغوه شوه او پرته له کومې پایلې اعلان شوه.د کرکټ درې اړخیزه سیالۍ به د افغانستان، زمبابوې او پاکستان په ګډون ترسره شي، او افغان لوبډلې د نړیوالې اتلولۍ لپاره د چمتووالي د یوې برخې په توګه په دې سیالۍ کې برخه اخیستې ده.