جدی 04, 1404 17:28 Asia/Kabul
  • د روسیې ولسمشر د ونزویلا په ملاتړ ټینګار وکړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو ته د نوي کال په رسمي پیغام کې د وینزویلا لپاره د مسکو په ملاتړ ټینګار کړی دی.

پوتین وویل چې د بهرني فشار په وړاندې مسکو به "د کاراکاس لپاره نه ماتیدونکي او نه بدلیدونکي ملاتړ" ته دوام ورکړي، او دا د وینزویلا په وړاندې د روسیې دوامداره پالیسي ده.د وینزویلا د بهرنیو چارو وزیر د پیغام متن خپور کړ او دا یې د دواړو هیوادونو د ستراتیژیکو اړیکو د ژوروالي نښه وبلله.په ورته وخت کې د وینزویلا ولسمشر پرون اعلان وکړ چې د هغه هیواد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بشپړ ملاتړ څخه برخمن دی، کوم چې د هیواد د سمندري تګ راتګ او سوداګرۍ د آزادۍ حق ملاتړ کوي.هغه د امریکا لخوا د وینزویلا د تیلو ټانکرونو نیول "سمندري غلا" وبلله او ټینګار یې وکړ چې هیڅ ځواک به د هغه هیواد ته ماتې ورنکړي.