د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د داعش غړي نیولو په اړه د کابل غبرګون
د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د داعش ترهګرې ډلې د یوه غړي د نیولو په غبرګون کې د افغانستان سرپرست حکومت اعلان وکړ چې دا اقدام د دوی هغه پخوانۍ ادعا تاییدوي چې د داعش مرکزونه او اډې په پاکستان کې دي.
د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې داعش د ډیورنډ کرښې په بلې غاړې کې اډه لري او د دوی حکومت مخکې د پاکستان په خاوره کې د دې ډلې د فعالیتونو په اړه راپورونه خپاره کړي دي.هغه ادعا وکړه چې داعش په پاکستان کې ملاتړ کیږي او د سرپرست حکومت له واک ته رسیدو وروسته په افغانستان کې ترسره شوي ځینې ترهګریز بریدونه د ډیورنډ کرښې په بلې غاړې کې پلان او لارښوونه شوي وو.مجاهد داعش سره د مقابلې اړتیا په اړه وویل چې د داعش ټولې اډې باید له منځه یوړل شي او هغه ګوندونه چې غواړي له دې پدیدې څخه ګټه پورته کړي باید خپل چلند باندې له سره غور وکړي ترڅو د سیمې ثبات او امنیت ته زیان ونه رسوي.تر اوسه پورې د پاکستان حکومت د سرپرست حکومت د ویاند د وروستیو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.