د سرپرست حکومت کورنیو چارو وزیر د افغانستان پر امنیت ټینګار وکړ
جدی 03, 1404 17:19 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په یوه بیان کې وویل چې افغانستان نن ورځ یو خوندي هیواد دی او نورو هیوادونو ته ګواښ نه پېښوي.
هغه دا څرګندونې د پولیسو اکاډمۍ د زده کړیالانو فراغت غونډه کې وکړې، او زیاته یې کړه چې د دوحې په خبرو اترو کې هغه ژمنې پوره شوې چې د افغانستان له خاورې څخه نورو ته ګواښ نه پېښوي.حقاني د خلکو په یووالي او د اسلامي نظام په لاسته راوړنو ټینګار سره وویل چې نن ورځ افغان پولیس د خلکو له ملاتړ او باور څخه برخمن دي.د کورنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د هیواد چارواکي لاهم هڅه کوي چې له پاکستان څخه د کډوالو د راستنیدو او د افغانستان او نړۍ ترمنځ د ستونزو د حل لپاره معقول حل لارې ومومي.