د ایران اټومي پروګرام په اړه د امنیت شورا ناسته
جدی 03, 1404 17:16 Asia/Kabul
د ایران د اټومي پروګرام په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه په داسې وخت کې وشوه چې تهران د ۲۲۳۱ پریکړه لیک له پای ته رسیدو وروسته د یادې شورا د قانوني واک په ردولو سره د خپل اټومي پروګرام په سوله ایز ماهیت ټینګار وکړ، بلخوا روسیې، چین او پاکستان هم د بندیزونو بیرته راګرځیدو سره مخالفت وکړ او د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو غوښتنه یې وکړه.