جدی 02, 1404 16:29 Asia/Kabul

د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي په یوه خبري غونډه کې وویل چې افغانستان خپل اویا سلنه درمل له پاکستان څخه واردول. هغه زیاته کړه چې هند ته د هغه د پنځه ورځني سفر موخه د درملو واردول او د بدیل لاروا موندل وو. په ورته وخت کې د هند د بهرنیو چارو وزارت وویل چې نوی ډهلي باید د افغانستان اوږدمهاله طبي اړتیاوې پوره کړي