جدی 02, 1404 16:28 Asia/Kabul
  • خصوصي پانګونې سره د قوش تپې او درزاب برښنا رسولو پروژه

د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې د جوزجان ولایت د قوش تپې او درزاب ولسوالیو ته د برېښنا رسولو لپاره یې له یوه خصوصي شرکت سره د یو میلیارد اته سوه شپږ اتیا میلیونه افغانیو په ارزښت د هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.

دا قرارداد د سې شنبې په ورځ د استیت کارپس شرکت او د اوبو او انرژۍ وزارت ترمنځ لاسلیک شو او د دریو کلونو په موده کې به پلي شي.د اوبو او انرژۍ وزارت په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې راغلي چې په دې پروژه کې د پل خراسان څخه قوش تپې او درزاب ولسوالیو ته د پنځه اتیا کیلومتره اوږدوالي سره د دوه سوه شل کیلو ولټه بریښنا مزي لیږد، د سب سټیشنونو جوړول او په پورته ذکر شویو ولسوالیو کې د ویش شبکې جوړول شامل دي.د اوبو او انرژۍ وزارت په وینا د دې پروژې په بشپړیدو سره به زرګونه کورنۍ له برېښنا څخه ګټه پورته کړي.