جدی 02, 1404 16:26 Asia/Kabul

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن په کراچۍ کې د هیواد د دیني عالمانو په یوه غونډه کې د افغانستان د سرپرست حکومت په وړاندې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو پالیسۍ دښمنانه وبللې او د کابل او اسلام آباد ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو لپاره یې د خبرو اترو د بیا پیل غوښتنه وکړه.