خیبرپښتونخوا کې د ۵ پاکستاني پولیس افسرانو وژل کیدل
جدی 02, 1404 16:25 Asia/Kabul
د پاکستان پولیسو چارواکو اعلان وکړ چې نن سهار د خیبر پښتونخوا په کرک ولسوالۍ کې د دوی په موټر باندې د وسله والو په برید کې د دوی پنځه سرتیري ووژل شول.
د راپورونو له مخې ځواکونه په کرک ولسوالۍ کې د ګازو د تولید شرکت ته امنیت برابراوه.پولیسو له برید وروسته سیمه کلابنده کړې او د پلټنې عملیات یې پیل کړي دي.تر اوسه پورې هیڅ ډلې د برید مسؤلیت نه دی منلی.دا دوه ورځې وروسته له هغه کیږي چې د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې په دې سیمه کې د ټي ټي پي یو سیمه ایز قوماندان په هوايي برید کې وژل شوی دی.