جدی 02, 1404 16:19 Asia/Kabul
  • د بنګلادېش پر وړاندې د افغان ښځینه والیبال ټیم بریا

د افغانستان د ښځینه والیبال لوبډلې د مرکزي آسیا د ښځینه والیبال اتلولۍ د ګروپ په دریم پړاو لوبه کې چې په مالدیف کې ترسره کیږي بنګله دیش ته درې پر یو ماتې ورکړه او په دې سیالۍ کې یې خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړه.

زموږ ملي لوبډلې لومړی، دوهم او څلورمه نیمايي ښه فعالیت سره په خپله ګټه پای ته ورساوه.د مرکزي آسیا د ښځو د والیبال اتلولۍ د شنبې په ورځ د لیندۍ په نهه ویشتمه د افغانستان، مالدیف، بنګله دیش او قرغزستان د ټیمونو په ګډون سره په مالدیف کې پیل شوې او د مرغومې تر څلورمې به دوام وکړي.د ګروپي پړاو په پای کې، مالدیف او قرغزستان ټیمونو خپلې دواړه لومړۍ لوبې ګټلي دي. د بنګله دیش ټیم خپلې ټولې درې لوبې بایللې دي، او افغان ټیم هم په دې پړاو کې خپل کار د دوو ماتې او یوې بریا سره پای ته رسولی دی.