څلورو کلونو کې ۶.۸ میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي
جدی 01, 1404 16:51 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر عبدالکبیر ادعا کوي چې په افغانستان باندې د دوی د واکمنۍ په څلورو کلونو کې نږدې شپږ میلیونه اته سوه زره افغانان هیواد ته راستانه شوي دي.
هغه وویل چې دا کډوال له ګاونډیو او نورو هیوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن وویل چې د کډوالۍ ستونزې د دایمي حل لپاره د چمتو شوي پلان د یوځای کولو پورې اړوند مسلو بشپړولو لپاره، د اړوندو وزارتونو او ادارو په ګډون د وزارت لخوا رامینځته شوي کمیسیون ګډه غونډه ترسره شوه.د دې مطبوعاتي اعلامیې له مخې پورته ذکر شوې غونډه پرون د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په مشرۍ ترسره شوه او د اړوندو وزارتونو او ادارو مرستیالانو او استازو پکې برخه اخیستې وه.