د افغانستان د وزلوبې لیګ اووم پړاو
جدی 01, 1404 16:43 Asia/Kabul
د افغانستان د وزلوبې لیګ د اووم پړاو په پای لوبه کې د سرپل او بدخشان ټیمونه یو بل سره مخامخ شول، او د یوې په زړه پورې لوبې وروسته د سرپل ټیم خپل سیال ته د اووه پر صفر په توپیر ماتې ورکړه.
دا لوبه نن دوشنبه د کابل په یکه توت لوبغالي کې د هیوادوالو له پراخ ګډون سره ترسره شوه؛همدارنګه د بدخشان ټیم د دې پړاو سیالۍ دوېیم مقام خپل کړ.د یادونې وړ ده چې د سیالۍ په دې پړاو کې د افغانستان د مختلفو ولایتونو څخه یوولس ټیمونو د لسو ورځو لپاره سیالي وکړه.