قوس 29, 1404 16:47 Asia/Kabul
  • نړیوالې ټولنې سره د اړیکو پراختیا لپاره د سرپرست حکومت غوښتنه

د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال وزیر ملا عبدالغني برادر په بلخ کې په یوه غونډه کې د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د غیر ضروري بندیزونو او فشارونو پر ځای له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

هغه وویل چې په سیمه کې یو سوکاله او پیاوړی افغانستان د نورو هېوادونو په زیان نه دی؛ بلکې د نورو هېوادونو سوکالۍ او پیاوړتیا سره مرسته کوي.برادر وویل چې د دوی حکومت په سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو کې په جامع اقتصادي او سیاسي ادغام باور لري، په دې شرط چې د لوړو ارزښتونو او اصولو لپاره متقابل درناوی شتون ولري.هغه دا هم وویل چې خصوصي سکتور سره د حکومت تعامل یو روښانه پیغام لیږي چې په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو پانګونو لپاره زمینه مناسبه ده.