پاکستان کابل د شمالي وزیرستان په برید تورن کړ
قوس 29, 1404 16:45 Asia/Kabul
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په اسلام آباد کې د افغان سرپرست حکومت مرستیال سفیر وروسته له هغه ورغوښتی چې په شمالي وزیرستان کې په یوه پوځي اډه کې ځانمرګي برید څلور پاکستاني سرتیري ووژل. دغه وزارت کابل د وسله والو ډلو لپاره د خوندي پټنځایونو په برابرولو تورن کړ.