قوس 29, 1404 16:44 Asia/Kabul
  • د ایران او انګلیس بهرنیو چارو وزیرانو ټلیفوني خبرې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له خپلې برتانوۍ سیالې میرمن آیوت کوپر سره ټلیفوني خبرې وکړې.

په دې خبرو اترو کې د ایران د اټومي مسلې په اړه د دریو اروپایي هیوادونو د غیر مسؤلانه چلند په نیوکه کولو سره عراقچي ټینګار وکړ چې ایران هیڅکله د ایران د خلکو د قانوني حقونو او مشروع ګټو د درناوي پر بنسټ خبرې اترې او ډیالوګ نه دی رد کړی، بلکې هغه خبرې اترې ردوي چې یو اړخیز تحمیلي معنی لري.د انګلستان د بهرنیو چارو وزیرې د ایران د اټومي مسلې په اړه د ډیپلوماسۍ کارولو اړتیا په اړه د خپل هیواد په دریځ هم ټینګار وکړ.