عمران خان او مېرمن یې په ۱۷ کاله بند مجکوم شول
قوس 29, 1404 16:42 Asia/Kabul
د پاکستان یوې ځانګړې محکمې پخواني صدراعظم عمران خان او د هغه میرمنې ته د فساد په یوه قضیه کې د اوولس کلونو بند سزا واوروله.
محکمې نن دوی دواړه شپاړس اعشاریه څلور میلیونه روپۍ جریمه هم کړل چې د جریمې نه ورکولو په صورت کې به اضافي بند هم ورکړل شي.د فساد قضیه په دوه زره یو ویشتم کال کې سعودي عربستان څخه ترلاسه شویو دولتي ډالیو کې درغلۍ پورې اړه لري.عمران خان او د هغه میرمن د تیر کال په دسمبر کې په دې قضیه کې تورن شول. د روان کال په پیل کې عمران خان او بشرا بي بي په دې قضیه کې ټول تورونه رد کړل، او دا یې د سیاست څخه د دوی د بې برخې کولو لپاره یوه جعلي او سیاسي هڅه وبلله.