د افغانستان وزلوبې غوره لیګ اووم پړاو سیالۍ
قوس 29, 1404 16:37 Asia/Kabul
د افغانستان وزلوبې غوره لیګ د اووم پړاو په دوام کې پرون په کابل کې درې لوبې ترسره شوې.
په دې سیالیو کې د سرپل لوبډلې بغلان ته درې پر نهه په توپیر سره ماتې ورکړه، تخار بلخ ته صفر پر دوه په توپیر سره ماتې ورکړه، او پنجشیر هرات ته د درې پر پنځلس په توپیر سره ماتې ورکړه.د دې سیالیو په پای ته رسیدو سره، د بدخشان، کندز، سرپل او بغلان لوبډلو د سیالۍ نیمه پای لوبې ته لاره پیدا کړه.د سیالۍ ګروپي پړاو په څلورو ګروپونو کې د یوولسو ټیمونو په ګډون سره ترسره شو، چې په پای کې اته ټیمونه دویم پړاو ته لاړل.د نیمه پای لوبې مهالویش سره سم د بدخشان لوبډله به د لومړي ګروپ په سر کې له بغلان او د سرپل لوبډله به له کندز سره مخ شي.