قوس 27, 1404 17:00 Asia/Kabul
  • د نیپال پر وړاندې د افغان ۱۹ کلنو کرکټ ټیم بریا

د کرکټ نولس کلنې لوبډلې له دوو ماتو وروسته نیپال ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ د نولس کلونو کم عمره لوبډلې د شپږ وکټو په توپیر د نیپال لوبډلې ماتې ورکړه.د لوبې پچه نیپال ګټلي وه او په پنځوس اورونو کې يې یو سل او څلور ویشت منډې هدف افغان لوبډلې ته ورکړی و.افغان لوبډلې په شپږویشتو اورونو کې ورکړل شوی هدف پوره او د شپږ وکټو په توپیر يې لوبه وګټله.افغانستان له دې وړاندې له سریلانکا بنګلادیش څخه ماتې خوړلې وه.