قوس 26, 1404 17:29 Asia/Kabul
  • مسکو کې د ایران او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو لیدنه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي نن غرمه په مسکو کې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره ولیدل.

عراقچي په دې لیدنه کې وویل چې له نېکه مرغه تهران او مسکو په مختلفو مسلو کې ګډ دریځونه لري او د ایران او روسیې ترمنځ مشورې په دوامداره او نږدې توګه په ټولو کچو کې دوام لري.لاوروف د ایران او روسیې د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ خبرې اترې هم ارزښتناکه او مهمې وګڼلې. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې نن موږ کولی شو سیمه ییزو او نړیوالو مسلو ته ځانګړې پاملرنه وکړو.د لیدنې په لړ کې د دواړو هیوادونو د وزارتونو ترمنځ د همکارۍ سند هم لاسلیک شو.د یادونې وړ ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر نن سهار د مسکو په میگیمو پوهنتون کې د استادانو او زده کړیالانو یوې ډلې ته هم وینا وکړه. عراقچي تیره شپه د روسیې پارلماني چارواکو او کارپوهانو سره هم وکتل.