قوس 26, 1404 17:26 Asia/Kabul
  • د ۲۰۲۵کال کې د نړیوال فوټبال غوره مراسم

د دوه زره پنځه ویشتم کال د فوټبال د کال غوره لوبغاړي مراسم تېره شپه په قطر کې ترسره شول، او د نارینه وو او ښځینه فوټبال غوره شخصیتونه اعلان شول.

د نارینه وو په کټګورۍ کې د پاریسن ژرمن ستوری عثمان دمبیله د فوټبال د کال غوره لوبغاړي جایزه وګټله.د ښځو په کټګورۍ کې د بارسلونا ستورې آیتانا بونماتی د فوټبال د ښځینه کال د غوره لوبغاړې جایزه وګټله.دواړو لوبغاړو مخکې د دوه زره پنځه ویشتم کال د طلايي توپ جایزه هم ګټلې وه.د جایزې ترلاسه کولو وروسته عثمان دمبیله د خپلو ټولو ټیم ملګرو څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې سخت کار تل پایله ورکوي.د نارینه وو د روزونکي په کټګورۍ کې د پاریسن ژرمن هسپانوي روزونکي د فوټبال د کال د روزونکي جایزه وګټله. د ښځو په فوټبال کې د کال د روزونکي جایزه سارینا ویگمن ته ورکړل شوه.