هند پاکستان د کشمیر په برید کې په لاس لرلو تورن کړ
قوس 25, 1404 17:03 Asia/Kabul
د نوي ډهلي د ترهګرۍ ضد څانګې ویلي چې پاکستان د هند تر واک لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو مرګوني برید کې لاس لري.
دغه ادارې ویلي چې د پیښې په تړاو شپږ کسان تورن شوي دي. له تورنو کسانو څخه درې وژل شوي او دوه نور په هند کې بندیان دي.د هند د تحقیقاتو ملي ادارې دا هم ویلي چې پاکستان د برید په پلان جوړولو، تنظیمولو او اسانتیا برابرولو کې رول لوبولی دی.دغه برید چې په اپریل کې ترسره شو۲۶ کسان یې ووژل، چې ډیری یې هندو سیلانیان وو.دې پیښې د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د څو ورځو تاوتریخوالی راپارولی دی.نوي ډیلي پاکستان د پهلگام په تفریحي ښار کې د برید تر شا په لاس لرلو تورن کړی دی، چې دا ادعا اسلام آباد رد کړې ده.دا برید له ۲۰۰۸ کال راهیسې د هندي ملکي وګړو لپاره تر ټولو وژونکی بلل شوی.