روسیې ته د ایران بهرنیو چارو د وزیر سفر
قوس 25, 1404 17:02 Asia/Kabul
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره د لیدنې په موخه مسکو ته ولاړ.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې عراقچي او لاوروف به د ایران د اټومي پروګرام په ګډون د اوسنیو نړیوالو مسلو په اړه بحث او د سیمه ایزو مسلو په اړه سلامشورې وکړي.ټاکل شوې ده چې عراقچي د روسیې د سیاسي، پارلماني او فکري چارواکو له یوې ډلې سره هم لیدنه او خبرې وکړي.د عراقچي بله اجنډا به د ایران په سفارت کې د ادارو له رییسانو او ډیپلوماتانو سره لیدنه وي.عراقچي د بیلاروس له سفر وروسته روسیې ته رسیدلی دی.