قوس 25, 1404 16:58 Asia/Kabul
  • هند ته د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزیر سفر

د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي هند ته په سفر تللی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې دا د سرپرست حکومت د دې چارواکي لومړی رسمي سفر دی چې هند ته یې کوي او دا د افغانستان د روغتیا سیسټم لپاره د هند دوامداره ملاتړ څرګندوي.دا په داسې حال کې راځي چې پرون ماښام په کابل کې یوه خصوصي شرکت په رسمي ډول له هند څخه د درملو واردولو پروسه پیل کړه.د دغه شرکت چارواکي وايي چې په لومړي پړاو کې به ۲۵ ډوله درمل افغانستان ته وارد شي او په نږدې راتلونکي کې به دا پروسه پراخه شي ترڅو د هیواد د روغتیا سکتور اړتیاوې پوره کړي.د یادونې وړ ده چې له پاکستان څخه د درملو واردولو بندیز وروسته، سرپرست حکومت د درملو واردونکو ته امر کړی چې د درملو واردولو لپاره بدیلې لارې ولټوي؛ هغه اقدام چې اوس له هند څخه د درملو واردولو پیل سره عملي پړاو ته رسیدلی دی.