د تهران ناسته کې د سرپرست حکومت نه ګډون
قوس 23, 1404 17:13 Asia/Kabul
په داسې حال کې چې تهران نن د افغانستان په اړه د سیمې د هیوادونو د ځانګړو استازو د یوې مهمې غونډې کوربه توب کوي. خو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ایران له خوا د بلنې ترلاسه کولو سره سره به په دې غونډه کې ګډون ونکړي.